په حقیقت کې،حسینی اربعین د ایمان، ایثار او یووالي سمبول دی، چې دښمنان ئې له ښودلو وېره لري.د رسنیو کارپوه، سید مصفطی میرزاباقري برزي، د ایکنانیوز لپاره په یوه ځانګړې یادداشت کې په لویدیځي رسنیو کې د حسینی اربعین د پیاده تګ یا پلی لاریون سانسور ته اشاره کړې، چې ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کوو، هغه لیکي؛ د صفرې د میاشتې په رارسېدو سره، د حسینی اربعین پیاده تګ، د نړۍ تر ټولو لویه بشري غونډه د مینځني ختیځ په زړه کې جوړېږي. میلیونونه زائران، له شیعه او سني او د اهل بیت (ع) له مینه والو رانیولې تر نورو ابراهیمي دینونو پیروانو پورې، سلګونه کیلومیټره په پښو مزل کوي څو د امام حسین (ع) زیارت او د کربلا د شهیدانو درناوی وکړي. دا ستر خوځښت نه یوازې د اهل بیت (ع) سره د ایمان او مینې یو څرګندونه ده، بلکې د اسلامي امت او د نړۍ د آزادو خلکو د یووالي او پيوستون سمبول هم دی.د اصلي رسنیو هدفمند سانسور د عراقي چارواکو د شمېرو له مخې، سږکال حسینی اربعین د نړۍ له ۶۰ هېوادونو څخه د ۲۰ میلیونو زائرانو کوربه و، چې دا د عراق د نفوسو کابو ۶۰ سلنه جوړوي. دا شمېره د حج مراسمو د نفوسو شپږ چنده او د نورو نړیوالو غونډو په پرتله څو چنده زیاته ده. خو لویدیځې رسنۍ، په ځانګړي توګه د لویدیځي دولتونو پورې تړلې فارسي ژبې رسنۍ، دا پیښه یا په بشپړه توګه سانسور کوي یا د ناامنۍ القا کولو، د ایران د مداخلې ادعا یا وړیا خواړو په څېر جعلي حاشیهای مسلو په تمرکز سره هڅه کوي چې دا تحریف کړي.په داسې حال کې چې د نړۍ په کوم کونج کې د څو لسو کسانو یوه غونډه د نړیوالو رسنیو سرخط جوړېږي، د حسینی اربعین بېساری ۲۰ میلیوني غونډه په هدفمنې چُپتیا کې له پامه غورځول کېږي. دا دوه ګوڼی معیار د یوه غرضي چلند ښکارندوی ده، چې له دې غونډې د عظمت او یووالي له انځورولو وېرېږي.د ګینس لپاره شایسته شمېرې حسینی اربعین یوازې په نفوس پورې محدود نه دی. هره ورځ د عامو خلکو، کروندګرو او موکبدارانو له خوا له ۵۰ میلیونو زیات د خوړو وریې وېشل کېږي؛ یعنې د مراسمو په اوږدو کې شاوخوا ۷۰۰ میلیونه خواړه، هغه هم د حکومتونو یا نړیوالو موسیسو له مداخلې پرته. دا د میلمهپالنې کچه، چې ځینې وختونه د زائرانو د خدمت لپاره د شخصي شتمنیو له پلور سره مل وي، بېمثاله ده او د نړۍ د تر ټولو لوی او اوږدې مېزې عنوان ته شایسته ده.خو سره له دې، د ګینس د ریکارډونو کتاب، چې حتی د «تر ټولو اوږده سپي غوږ» یا «سلګونه ټيشرټونه اغوستل» په څېر ساده ریکارډونه ثبتوي، د نړۍ د تر ټولو لوی پیاده تګ او دا ستر رضاکارانه د خوړو وېش پروژې له ثبتولو ډډه کوي. دا سکوت د دې سانسور د سیاسي اړخ شاهدي کوي.د رسنیز بایکاټ په وړاندې اعتراض د اربعین سانسور یوازې د ایران د مخالفو رسنیو له خوا نه دی نیوکه شوی. ځینې لویدیځي خپلواکو خبریالانو هم د دې چلند په وړاندې اعتراض کړی دی. د «هافینګټن پوسټ» یوه لیکوال لیکلي: «څنګه یوه وړه مظاهره په لندن یا هانګ کانګ کې نړیوال پوښښ مومي، خو د حسینی اربعین ۲۰ میلیوني غونډه حتی د خبرونو په زیرنویس کې هم نه راځي؟» دا پوښتنه د اصلي رسنیو د دوه ګوني معیار ژوروالی ښئي او دا په ډاګه کوي چې سیاسي ملاحظات د خبري ارزښتونو پر سر غالب دي.حسینی اربعین؛ د یووالي او مقاومت سمبول د اربعین پیاده تګ له یوه دیني مراسمو ورآخوا دی؛ دا خوځښت د یووالي او مقاومت نړیوال پیغام لري. د بېلابېلو دینونو او مذهبونو زائرانو، له شیعه او سني رانیولې تر عیسوي، یزیدي او زرتشتي پورې، شتون د دې پیښې بېنظیره ګډ سوله ایز ژوند او یو زړتوب ښئي. حسینی اربعین د اهل بیت (ع) دښمنانو او ترهګرو ډلو ته ښئي چې ګواښ او ترور د امام حسین (ع) سره مینه نشي مړه کولی. تحلیلګران په دې باور دي چې همدا د یووالي او مقاومت پیغام دی چې د رسنیو قدرتونه دې ته اړ کوي چې دا پیښه سانسور کړي.هر زائر د اربعین، د «لبیک یا حسین» او «هیهات مناالذله» شعارونو سره، یو سفیر دی چې د مقاومت او قربانئ او سرښيندنې پیغام نړۍ ته رسوي. دا غونډه، د «ولایت» او «شهادت» پر دوو عناصرو تکیه کولو سره، د ټولو دباؤنو او ګواښونو په وړاندې پریکنده ځواب دی.د نورو نړیوالو غونډو سره پرتله د حسینی اربعین د عظمت د درک لپاره، کافي ده چې د نورو زیارتي ځایونو شمېرو ته وګورو: مکې او مدینې ته په کال کې له ۷ تر ۱۰ میلیونو زائران، مشهد مقدس ته له ۲۵ تر ۴۵ میلیونو، په هند کې د سابریمالا معبد ته کابو ۵۰ میلیونه او واتیکان ته ۱۸ میلیونه زائران ورځي، خو کربلا په کال کې له ۴۵ تر ۵۵ میلیونو زائرانو او د حسینی اربعین په ورځ له ۲۰ میلیونو زیاتو کسانو سره بېمثاله ده.
https://iqna.ir/fa/news/4299750